اسلام آباد۔10جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په سیئول كښې د ماسخوتن يوې خاص مېلمستيا اهتمام وكړو چې پكښې نوموړو د کوریا کاروباري شخصیات، سرمایه کارو او د پا??ست??ن ډونرز بللے شوي وو۔ د جمعې په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه دا مېلمستيا د سوئېلي كوريا درې ورځنۍ سرکاري دورې برخه وه ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي او د سرمایه کارۍ اړيكو له وده وركول دي ۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزیر جام کمال خان پا??ست??ن كښې په شته د سرمایه کارۍ په پراخه موقعو ر??ا واچوله ٬ په خاص توګه فوډ او د ایګریکلچر، ټیکنالوجي ، آئي ټي او د معدنیات څانګو كښې سرمایه کاري او اسانيو په اړه ګدون كوونكې خبر كړے شول ۔ ده د پا??ست??ن آزاد سرمایه کارۍ نظام او د نړيوالو کاروباري ادارو لپاره د هېواد په سټریټجک اهمیت زور راوړو ۔وفاقي وزیر کورین سرمایه کارو ته لاهور كښې د 26 نه تر 28 فروري 2025 په تابيا كېدونكې فوډ ایاګزیبیشن كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔ ده ووئېل دا نندارتون د کوریا کاروباري ادارو ته د پا??ست??ن متحرک فوډ او ایګریکلچر مارکیټ كښې ممکنه مرسته او د سرمایه کارۍ موقعو لټولو موقع وركوي ۔ده ووئېل د نن دا مېلمستيا پا??ست??ن او د کوریا د مضبوطو اړيكو د جشن نمانځلو او د ژورې اقتصادي شراکت دارۍ ودې لپاره زمونږ د عزم تجدید دے۔ د دې نه وراندې په 9 جنوري وفاقي وزیر جام کمال خان او د سوئېلي كوريا د تجارت وزیر انکیو چیونګ د معاشي شراکت دارۍ په لوظنامه (اي پي اے) په رسمي توګه خبرې پېل كړي ۔ د لوظنامې مقصد د دوه اړخيزه تجا??ت پټ صلاحیت رامخې ته کول ، د کاروباري كسانو لپاره موقعې پیدا کول او مختلف څانګو كښې اقتصادي مرسته مضبوطول دي ۔جام کمال خان ووئېل دا خبرې اترې د پا??ست??ن او سوئېلي کوریا تر مينځه سټریټجک معاشي مرستې له د يو نوي دور پېل به ثابت شي۔